سرپل کې د شمال زون د پنځو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د بلخ، جوزجان، سمنګان، فاریاب او سرپل ولایتونو د پنځو لوبډلو ترمنځ د شمال زون اتلانو د فوټبال سیالۍ پيل شوې، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د سرپل ولایت امام یحیی لوبډلې خپلې سیالې سمنګان اتحاد لوبډلې ته د ۱/۰ ګول په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د هېواد د زونونو اتلانو سیالیو ته د غوره لوبډلې موندل دي.