سرپل؛ سانچارک ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۶:۳۸
سرپل؛ سانچارک ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د اوړي جام په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د امنیه قومندانۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایله کې د امنیه قومندانۍ لوبډلې خپلې سیالې استقلال تګزار لوبډلې ته د ۵/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول و، چې دوې میاشتې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د سرپل ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۴/۶ - ۲۲:۵۰
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د کې ون سبک سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي ورزشونو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز ګردېز ښار کې د ٣٢ ورزشکارانو ترمنځ د کې ون سبک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ، د. . .

جمعه ۱۴۰۴/۴/۶ - ۲۲:۴۷
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز لښکرګاه ښار کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

جمعه ۱۴۰۴/۴/۶ - ۲۲:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ سید آباد ولسوالۍ کې د ١١٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په سید آباد ولسوالۍ کې د ١١٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالۍ د ځوان عمر لوبډلې. . .

BACK TO NEWS