د فوټبال له ١٧ کلونو کم عمره لوبډلې کمبودیا ته ماته ورکړه
د فوټبال له ١٧ کلونو کم عمره لوبډلې د ٢٠٢٧ اسیا جام ته د لار موندنې سیالیو په دویمه لوبه کې کمبودیا ته د ۳ ـ صفر ګولونو په توپیر ماته ورکړه.
افغان لوبډلې خپله لومړنۍ سیالي له کوربه میانمار څخه د ١ - ٤ ګولونو په توپیر ګټلې وه.
دغه لوبډله به خپله درېیمه لوبه راتلونکې سه شنبه( د نومبر ١٧مه) له اندونیزیا سره وکړي.
یادې سیالۍ د میانمار هېواد په کوربهتوب په پنځو ګروپونو کې د ٣٥ هېوادونو په ګډون د نومبر پر اتمه پیل شوي او تر ٢٠مې نېتې به دوام وکړي.
