زابل کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د سيدخېلو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱:۲۱
زابل کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د سيدخېلو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري او د ورزشکارانو په مالي ملاتړ د ياد ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې ۲۰ ورځې مخکې پیل شوې وې، د سيدخېلو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې سيدخېلو لوبډلې خپلې سیالې محمدخېلو لوبډلې ته د ۳/۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د واليبال ورزش ته وده ورکول و؛ د سياليو په پای کې د ورزش مسوولينو له لوري غوره لوبغاړو ته ورزشي توکي او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۲۱:۵۰
Background image

رسنيز بلنليک!

رسنيز بلنليک!

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۲۱:۴۷
Background image

کاپيسا؛ تگاب ولسوالۍ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د تگاب ولسوالۍ په پارکور مرکزي کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ ورزش ته د ځوانانو هڅولو او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه د لاس چپه کولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۲۱:۴۳
Background image

د هېواد ورزش ادارې رهبري کابل کې د اندونیزیا سفارت له سفیر سره وکتل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس، ښاغلي مولوي احمدالله وثیق او ورسره مله پلاوي کابل کې د اندونیزیا سفارت له سفیر نندا اولېسټ سره ولیدل.

په دغه لیدنه کې د هېواد د ورزش ادارې د. . .

BACK TO NEWS