زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږ نيونې سيالۍ ترسره شوې
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د دې ولايت په قلات ښار ظفر خېلو سيمه کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږ نيونې سيالۍ تر سره شوې.
دغه سیالۍ چې د سپينې غبرگي او باوړيو لوبډلو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، په پايله کې د سپينې غبرگي لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو د ترسره کېدو موخه د ورزشکارانو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو.