زابل؛ په قلات ښار کې د ۴۸ ورزشکارانو ترمنځ د سامبو کورش سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۶:۴
زابل؛ په قلات ښار کې د ۴۸ ورزشکارانو ترمنځ د سامبو کورش سيالۍ ترسره شوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولايت په مرکز قلات ښار کې د څلورو کلبونو د ۴۸ ورزشکارانو ترمنځ د سامبو کورش سيالۍ ترسره شوې.

په يادو سياليو کې د همراز، عمران پتیال، احمدالله او منير احمد کلبونو ورزشکارانو ترمنځ چمتو شوې وې، په پايله کې احمد الله کلب لومړی، منير احمد کلب دويم او مهراز کلب بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادولو وړ ده، چې دغو سياليو دوې ورځې دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري غوره ورزشکارانو ته مډالونه، د اتلولۍ حکمونه او ورزشي وسايل ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۴۱
Background image

ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې شاوخوا ۲۰ ورځې يې دوام وکړ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۴۰
Background image

کندز کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د جودو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز رستم کلب کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ له ۱۴ کالونو کم عمره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ يارانو کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او د سالمې برابرولو په موخه د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې.

د سياليو په پايله کې ۲۰. . .

BACK TO NEWS