زابل؛ په قلات ښار کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ ترسره شوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ووشو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ، چې د استاد عتیق الله او استاد رحمت الله کلبونو ورزشکارانو ترمنځ چمتو شوې وې، په پايله د استاد عتیق الله کلب ورزشکارانو په بريا پای ته ورسېدې.
د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د ووشو ورزش ته وده ورکول و او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.