زابل؛ په قلات ښار کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د بايسکل ځغلونې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۹:۱۳
زابل؛ په قلات ښار کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د بايسکل ځغلونې سيالۍ ترسره شوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د بايسکل ځغلونې فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز قلات ښار په سحراني سيمه کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ په ۱۸ کليو متري واټن کې د بايسکل ځغلونې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ چې د نويو ځوانانو په عمري کټگوري کې ترسره شوې، په پايله کې صفت الله لومړی، صبغت الله دويم او رحمت الله بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادو سياليو د ترسره کېدو موخه د بايسکل ځغلونې لوبې ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۳
Background image

غزني کې د نهو ولايتونو ترمنځ د فول رزم پنځم پړاو سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فول رزم ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې له کابل، کندهار، پکتيا، خوست، زابل، بغلان، هلمند، هرات او غزني ولايتونو څخه د ۱۰۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۱
Background image

تخار؛ اشکمش ولسوالۍ کې د ځغاستې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتلتيک ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشکمش ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې محمد ولي لومړی، محمد ایوب. . .

BACK TO NEWS