زابل؛ په قلات ښار کې د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۲۱:۳۷
زابل؛ په قلات ښار کې د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ، چې دوې ورځې مخکې پيل شوې وې پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ چې ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او پرمختگ په موخه چمتو شوې وې، په پايله کې هارون لومړی، عبدالله دويم او داد محمد بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري ورزشکارانو ته ورزشي وسايل ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۴۴
Background image

د بدن ښکلا افغان ورزشکار په اسیایي سیالیو کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

د بدن ښکلا افغان ورزشکار وحیدالله صدیقي د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو سپورټ فزیک برخه کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

افغان ورزشکارانو تر دې دمه له دغو سیالیو څخه څلور د سپینو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۳۷
Background image

کونړ؛ خاص کونړ ولسوالۍ کې د ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سلامپور لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS