زابل؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۲ ورزشکارانو تر منځ د رزمي لوبو يوني فايټ سبک سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د رزمي ورزشونو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې دوو کلبونو د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو یوني فايټ سبک سیالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ، د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټګوريو کې د استاد روفي او استاد شمس الحق د کلبونو ورړزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، چې په پايله کې د استاد روفي کلب ورزشکارانو بريا خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د يوني فايټ ورزش ته وده ورکول وو، چې دوه ورځې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته ستاينليکونه ورکول شول.