زابل؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د کیک جستو سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د درېیوو کلپونو ۳۶ ورزش کارانو ترمنځ د ځوانانو او نویو ځوانانو کټګوریو کې د کیک جستو سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې چې یوه ورځ یې دوام وکړ؛ د فیروزي، استاد محب الله او استاد عطأالله کلپونو لوبغاړو ګډون کړی و، چې په پایله کې د فیروزي کلپ لومړی او د استاد محب الله کلپ دویم مقام خپل کړ.
د یادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ د ورزش کارانو ترمنځ د یووالي او د دوی د ظرفیت لوړونې په موخه ترسره شوې.
