زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکرېشن ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د پانکرېشن فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکرېشن ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوري کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې شپږ تنه د یاد ولایت د پانکرېشن ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.
دغه سیالۍ چې ولایتي لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو د ټاکلو په موخه ترسره شوې، یوه ورځ یې دوام وکړ.