زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ دلاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۲۱:۲۴
زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ دلاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د دوه کلپونو ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د استاد نعمت الله او استاد حبیب الرحمن کلپونو لوبغاړو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې د استاد حبیب الرحمن کلپ لوبغاړو لومړی مقام ترلاسه کړ.

له يادو لوبو څخه موخه ملي او دودیزو لوبو ته وده ورکول ښودل شوي، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې ورزشکارانو ته د ورزش د آمریت له خوا څخه ستاینلیکونه او مډالونه ورکول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۸
Background image

د جودو افغان ورزشکار له یوې بریا او ماتې وروسته له سیالیو بهر شو

د جاپان ایچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو جودو برخه کې حکمت الله رحماني په منفي ۶۶ کیلو ګرام وزن کې لومړۍ سیالي له کمبودیایي سیال څخه وګټله او دویمه لوبه کې یې د منګولیایي سیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۳۰. . .

BACK TO NEWS