زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لږري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ په ۲۱ کیلو متره واټن کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې نصرت الله لومړی، صفت الله دویم او جاويد احمد بیا درېیم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
