زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې هوا شناسي لوبډلې د ١١ پر یو نمرو په توپیر خپلې سیالې ترنک ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
