زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د شاجوی ولسوالۍ، سپینې غبرګې، ابراهیم خېلو، شاه حسین خېلو او بازار سیمو ترمنځ ترسره شوې، چې په پایله کې یې د شاجوی ولسوالۍ پهلوانانو لومړی مقام خپل کړ.
یادې سیالۍ د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت ترسره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ.
