زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د k1 کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۰:۱۶
زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د k1 کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د دوو کلبونو د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د k1 کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې د استاد رؤفي کلب ورزشکارانو لومړی او د استاد شمس الحق کلب ورزشکارانو دویم مقام خپل کړ.

دا سیالۍ په زابل کې د k1 کېک بوکسېنګ سیالیو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته بری لیکونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۵۴
Background image

کابل کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د رزمي لوبو د کيک جيتسو سبک سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د پسرلني جام په نوم د پنځو ولایتونو کابل، کاپيسا، پروان، لوګر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۴۶
Background image

کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه

کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست، د چاپيريال ساتنې ملي ادارې او د اړيکو د دفتر ( T.L.O) مؤسسې له لوري د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د (ماراتن ځغاسته او د نيالګيو کېنولو کمپاين) تر. . .

BACK TO NEWS