زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۱ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له درېیوو کلبونو د ۲۱ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د یادو سیالیو په پای کې د استاد سمیع الله کلب ورزشکارانو لومړی مقام ترلاسه کړ.
