زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٢٥ ورزش کارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۹:۱۱
زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٢٥ ورزش کارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د دوه کلپونو د ٢٥ ورزش کارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د استاد نادرخان زابلي او استاد حمدالله کلپونو ورزش کارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې د استاد نادرخان زابلي کلپ د خپل سیال کلپ ورزش کارانو ته ماتې ورکړه او لومړی مقام يې خپل کړ.

يادې سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د یاد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سيالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پايله کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١١ جوړو لوبې مساوي او ٢٦. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې مشخېل. . .

BACK TO NEWS