زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د اووه لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د اووه لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې اختريزې سيالۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سیالیو په پايله کې چینو لوبډلې د ۲۴ امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړی، ارغنداب لوبډلې د ۲۲ امتيازونو سره دويم او سرخسنگ لوبډلي بيا د ۱۸ امتیازونو سره درېیم مقام خپل کړ.
د ويلو وړ ده، چې د دغو سیالیو موخه د يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو، چې درې ورځې يې دوام وکړ.
