زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د اولګۍکلي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۶ - ۱۱:۲۳
زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د اولګۍکلي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او لوبغاړو په مالي ملاتړ د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ، چې پنځه ورځې وړاندي پيل شوې وې، د اولګۍکلي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د اولګۍ او کوچنۍ الدۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د کوچنۍ الدۍ لوبډلې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې د نهو لوبغاړو له لاسه ورکولو سره د ۱۱۲ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې د اولګۍکلي لوبډلې یاد هدف په ۷,۳ اورونو کې د یوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره او اتلولي یې خپله کړه.

د سیالیو په پای کې د ورزش امریت له لوري غوره لوبغاړو ته ورزشي توکي ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۵
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدنی روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې اتحاد. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۴۱
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د حاجي سلطان نورزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS