ریاض؛ د ورزش ادارې رهبري د ایران د ورزش او ځوانانو له وزیر سره ولیدل

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۰:۴
ریاض؛ د ورزش ادارې رهبري د ایران د ورزش او ځوانانو له وزیر سره ولیدل

د هیواد د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق او د دې ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ د اسلامي هیوادونو د پیوستون سیالیو په څنډه کې د ایران د ورزش او ځوانانو له وزیر احمد دنیاملي سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د دواړو هیوادونو د ورزش د مسولینو له خوا په دې خبرې وشوې، چې څنګه ورزشي اړیکې پیاوړې شي، همداراز په ایران هیواد کې د افغان مهاجرو ورزشکارانو پر فعالیتونو او وضعیت هم خبرې وشوې.

د دې لیدنې په پایله کې دواړو لوریو په دې توافق وکړ، چې په راتلونکې کې دواړه هیوادونه د ورزشي همکاریو یو هوکړه لیک لاسلیک کړي، چې له مخې به یې ورزشي اړیکې او همکارۍ لا پیاوړې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۲۲:۲۸
Background image

د کابل فوټسال غوره لیګ اووم پړاو سیالۍ د " دلاور زاده دره ترکمن " لوبډلې په‌ اتلولۍ پای ته ورسېدې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال کمېټې له لوري د يوولسو لوبډلو ترمنځ د کابل فوټسال غوره لیګ اووم پړاو سیالۍ د دلاور زاده دره ترکمن لوبډلې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۲۲:۲۴
Background image

باميان کې د څلورو ورزشي رشتو د ژمني جام ورزشي جشنواره پای ته ورسېده

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري او د روشن مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ، ياد ولايت کې د اسکي، اسنوبرد، کرولينک او ايس اسکيتينګ ورزشي رشتو د ژمني جام په نوم ورزشي جشنواره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۲۲:۲۳
Background image

د کریکټ ملي لوبډلې متحده عربي اماراتو ته ماته ورکړه

د کریکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ شل اوریز نړۍ‌وال جام سالیو خپله درېیمه لوبه کې متحده عربي اماراتو ته د پنځه ویکټو په توپیر ماته ورکړه.

په دغه سیالۍ کې د متحده عربي اماراتو له لوري د ۱۶۱ منډو. . .

BACK TO NEWS