رسمي بیانیه؛ د «افغانستان اتلانو لیګ» وروستی پړاو پيلېږي
د افغانستان اتلانو فوټبال لیګ (ACL) وروستی پړاو چهارشنبه د ۱۴۰۰ د کب پر ۱۱ چې د ۲۰۲۲ د مارچ له دویمې سره برابره ده، د «کندهار» ولایت په کوربه توب پيلېږي.
د فوټبال په دغه لیګ کې خدیم سرپل، استقلال کابل، سرخ پوشان هرات، ابومسلم فراه، عصمت لغمانی هلمند، موج ساحل تخار، کلوب اتلان خوست، عینو مېنه کندهار، لغمان ځوانان، جبل السراج پروان، خراسان فاریاب او واحدي ځوانان کندز کلب چې څه موده مخکې يې د «افغانستان اتلانو لیګ» کې د ګډون جواز ترلاسه کړ، یو له بل سره د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.
تر دې دمه د افغانستان اتلانو لیګ درې پړاوه د کابل، هرات او بلخ په کوربه توب د ۱۸ لوبو په ترسراوی دایر شوي دي، چې په هر پړاو کې هرې لوبډلې درې لوبې کړې دی. اوس د دغه معیاري لیګ څلورم او وروستی پړاو د ۴۸ لوبو په ترسراوي سره د کندهار په «احمدشاهي» لوبغالي کې ترسره کېږي.
دمګړۍ د «استقلال کابل» کلب د ۹ امتیازاتو په ګټلو سره د دغو لوبډلو په سر کې ده. خدیم ایف سي هم په ورته امتیاز د ګولونو په لږ توپير سره په دویم مقام کې ولاړ دی او هرات بیا د ۷ امتیازاتو په ترلاسي سره درېیم او خوست اتلان کلوب د ۶ امتیازاتو په ګټلو سره د افغانستان اتلانو لیګ څلورم مقام ترلاسه کړی دی.
یادونه: د دغو لوبو د ژوندي خپرولو لپاره هڅې روانې دي او د شونتیا او مناسبو شرایطو په صورت کې به د فوټبال مینه والو ته په دې هکله خبر ورکړل شي.
