د ۲۰۲۶ د فوټبال نړيوال جام او د ۲۰۲۷ کال د اسيا ملتونو جام د لارموندنې دويمې مرحلې سياليو کې د افغانستان او هند ترمنځ د فوټبال سيالي مساوي پای ته ورسېده

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۴ - ۹:۲۷
د ۲۰۲۶ د فوټبال نړيوال جام او د ۲۰۲۷ کال د اسيا ملتونو جام د لارموندنې دويمې مرحلې سياليو کې د افغانستان او هند ترمنځ د فوټبال سيالي مساوي پای ته ورسېده

نن پنجشنبه د وري په دويمه د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ نړيوال جام او د ۲۰۲۷ کال د اسيا ملتونو جام سياليو ته د لار موندنې دويمې مرحلې سیاليو کې د هند هيواد د‌ فوټبال له ملي لوبډلې سره سيالي ترسره کړه.

دغه سيالي د عربستان هيواد په ابها ښار کې د کابل پر وخت د شپې ۱۱:۳۰ بجې ترسره شوه او له يوې په زړه‌ پورې سيالۍ وروسته مساوي پای ته ورسېده.

د هيواد د فوټبال ملي لوبډلې روزنکي اشلي مايکل وستوود تېره‌ ورځ په يوه خبري ناسته کې د دغې سيالۍ پر اړه ويلي و، چې افغان لوبډله له څو ورځو تمريناتو وروسته بشپړ چمتووالی لري.

دا د فوټبال د ۲۰۲۶ نړيوال جام د دويمې مرحلې او د ۲۰۲۷ کال د اسيا ملتونو جام سياليو لپاره د افغانستان د‌ فوټبال ملي لوبډلې درېیمه سيالي وه.

افغان لوبډلې تر دې وړاندې خپلې دوه سيالۍ کويټ او قطر هيوادونو ته د ۴_۰ او ۸_۱ ګولونو په توپير بايللې وې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

نيمروز؛ چخانسور ولسوالۍ کې د ورزشي جمنازيوم د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د نيمروز ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د برادران نورزاد شرکت له لوري د ياد ولايت په چخانسور ولسوالۍ کې د ۲۰۰۰ متره مربع په ځمکه کې د ورزشي جمنازيوم د بنسټ ډبره کېښودل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۰
Background image

پروان؛ سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پیل شوې وې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۱۸
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د يادو. . .

BACK TO NEWS