د کورنیو چارو وزیر قدرمن خلیفه سراج الدین حقاني د فوتسال له ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډلې سره ولیدل
د کورنیو چارو وزیر محترم خلیفه صاحب د فوټسال له ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډلې او د ورزش ادارې له رهبري سره ولیدل او د دوی وروستۍ اتلولي یې وستایله.
د دې لیدنې په پیل کې د ورزش ادارې د عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق له خوا د یادې لوبډلې د لاسته راوړنې او نورو ورزشي لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې شول. ښاغلي وثیق په خپلو خبرو کې له قدرمن خلیفه صاحب څخه هم مننه وکړه، چې تل یې د افغان ورزشکارانو ملاتړ کړی دی.
ښاغلي خلیفه صاحب په خپلو خبرو کې د یادو ځوانانو اتلولي وستایله او دوی ته یې وویل: " تاسې د هر افغان استازي یاست، ټول ملت مو په پوره ملي یووالي سره بریا ته د خوښۍ جشنونه نیسي، تاسې افغانستان ته ویاړ راوړی، په همداسې ډاډ دوام ورکړئ، د ټول افغانستان حقیقي استازیتوب وکړئ او منل شوي اسلامي او افغاني ارزښتونه مو په دې ویاړلي استازیتوب کې حفظ کړئ."
.همداراز خلیفه صاحب یادې لوبډلې، د دوی روزونکو او د ورزش ادارې استازو ته د خپل هراړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ
