د کندهار په عینو مېنه کې د لومړي ځل لپاره د دودیزو لوبو نندارې ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۸:۳۹
د کندهار په عینو مېنه کې د لومړي ځل لپاره د دودیزو لوبو نندارې ترسره شوې

د کندهار ولایت په عینو مېنه کې نن د جمعې پر ورځ د لومړي ځل لپاره د هیواد د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست له خوا د اس ځغلونې فدراسیون په همکاري د اس ځغلونې او د دودیزو لوبو په زړه پورې نندارې ترسره شوې.

یادو نندارو ته د المپیک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاینده اختري، د بدني روزنې او سپورټ د عمومي ریاست د دفتر رئیس محمد الله احساس، د کندهار د بدني روزنې او سپورټ ریاست رئیس محمود اغا بشر، د باختر اجانس پخوانی رئیس عبدالواحد ریان، ګڼ شمېر دولتي مسولین او زرګونه نندارچیان ورغلي وو.

د دودیزو لوبو په یاد ننداریز جشن کې د اس ځغلونې، نښه ویشتنې او غشي ویشتنې، همدارنګه د ځوان ورزشکار جاوېد افغان له خوا په سر د چهارمغزو ماتولو، د درندو بوجیو اوچتولو په زړه پورې نندارې ترسره شوې.

غونډې ته د المپیک ملي کمېټې اجرایه رئیس داد محمد پاینده اختري وینا وکړه، نوموړي په خپلو خبرو کې وویل: موږ ژمن یوو، چې ټولو لوبو ته په ځانګړي ډول دودیزو لوبو ته وده او پراختیا ورکړو، عنعنوي لوبې معیاري کړو، نړیوالو ته یې ور وپېژنو او په نړیوالو لوبو کې ورته د ګډون زمینه مساعده کړو.

ښاغلي اختري ګډونوالو ته د هیواد د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د رئیس انجنیر نظر محمد مطمئن په قول زیاته کړه، چې ورزش به له پلازمېنې ولایتونو، له ولایتونو څخه ولسوالیو او بیا تر کلیو پورې رسوو او په خبره یې په دې برخه کې په کافي اندازه پرمختګ هم شوی دی.

باید یادونه وشي، چې په دې ننداریز جشن کې نږدې ۸۰ تنو ورزشکارانو ګډون کړی و، چې د څلوېښتو شاوخوا پکې د اس ځغلونې ورزشکاران وو. د یادو نندارو لیدنې ته زرګونه مینوال ورغلي وو او پکې د اس ځغلونې، نښه ویشتنې او په سر د چهارمغزو ماتولو او د وزن جګولو محلي نندارې ترسره شوې.

په پای کې مسؤلینو او ورزشکارانو ته ستاینلیکونه او بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۵
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدنی روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې اتحاد. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۴۱
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د حاجي سلطان نورزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS