د کندز واليبال ټورنمنټ د عين المجر لوبډلې په بريا پاى ته ورسېد

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۳ - ۱۱:۵۰
د کندز واليبال ټورنمنټ د عين المجر لوبډلې په بريا پاى ته ورسېد

د کندوز ولايت زاخېلو ځوانانو له لورې د بدني روزنې او ورزش رياست په مرسته د چهاردرې، خان اباد، ګلتيپې ولسواليو او مرکز په ګډون د ٨لوبډلو ترمنځ د واليبال پيل شوى ټورنمنټ پاى ته ورسېد.

د دې ټورنمنټ پاى لوبې ته د چهاردرې ولسوالۍ جمعيت لېسې او عين الفجر دوو لوبډلو لار ومونده چې د جمعيت لېسې عين الفجر لوبډلې ته ماتي ورکړه او د دې ټورنمنټ اتلولي يې خپله کړه.

همداراز د دې لوبې ٥٠٠٠ افغانۍ نغدي جايزه هم د جمعيت لوبډلې ته ورکړل شوه.

د دې لوبو له پاى لوبي څخه د کندز ورزش رئيس، امر او نورو مسؤلینو ترڅنګ ګڼو ليدونکو له نږدې ليدنه وکړه.

په پاى کې د ورزش رياست له لورې کپ، تقديرنامې، جايزې او ورزشي وسايل چې په نظر کې نیول شوي وه په ورزشکارانو، روزونکو او د ورزش مينه والو باندې ووېشل شول.

زابل کې د فري فايټ ورزشکارانو ته د ارتقا کمربندونه وتړل شول

دوشنبه چنګاش ١٣، ١٤٠١

د زابل ولایت فري فايټ فدراسیون له لورې د مسرور کلپ ٢٠ تنه ورزشکارانو ته د فري فايټ ارتقا کمربندونه وتړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۱:۶
Background image

کابل کې د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سنوکر ملي فدراسیون له لوري په دشت برچي سیمه کې د کابل ښار له ٣٠ کلبونو د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۰:۴۲
Background image

خوست کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مهدیخېلو سیمه کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د صوبه سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۱۸
Background image

دا اتلتیک افغان ورزشکار په نړۍ‌والو سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

د اتلتیک افغان ورزشکار الهام الدین سراج زي د ماراتون کلمبو ۲۰م پړاو نړۍ‌والو سیالیو کې ۴۲.۱۹۲ کیلو متره واټن په ۲ساعته او ۵۲ دقیقو کې وواهه او د سپینو زرو مډال ګټونکې شو.

دغو سیالیو کې. . .

BACK TO NEWS