د کابل ښار څلورم زون د ۱۲۷ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ پیل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۹:۲۲
د کابل ښار څلورم زون د ۱۲۷ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ پیل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د سوک وهنې ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست د سوک وهنې ملي فدراسيون په جمنازيوم کې د څلورم زون له ۳۸ کلبونو د ۱۲۷ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.

دغه سيالۍ به د ۴۸ کيلو ګرام څخه تر ۹۰ کيلو ګرام وزني کټګوريو کې او د لويو ورزشکارانو په عمري کټګورو کې تر سره شي.

د يادو سياليو موخه څلورم زون ته د ۳۹ غوره ورزشکارانو ټاکل دي، چې درې ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۲:۴۸
Background image

پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو، وزلوبې او نیزه وهنې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۲:۴۷
Background image

کندز؛ قلعه ذال ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د کندز ټاکنیزې لوبډلې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۲:۴۵
Background image

زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۳۵ نیزه وهونکو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

په. . .

BACK TO NEWS