د کابل چهاردهي شورا کلب د کابل زون د سوک وهنې سياليو اتلولي خپله کړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۴ - ۱۱:۱۲
د کابل چهاردهي شورا کلب د کابل زون د سوک وهنې سياليو اتلولي خپله کړه

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ چې له ۲۵ کلبونو څخه پکې ۱۱۰ ورزشکارانو کډون کړی و، درې ورځې وړاندې پيل شوې وې چې په پايله کې د کابل چهاردهي شورا کلب په بريا پای ته ورسېدې.

په همدې موخه په جوړو شويو مراسمو کې د المپيک ملي کمېټې اجرايه رييس داد محمد پاينده اختري او د يادې رشتې مينوالو ګډون کړی و.

يادې سيالۍ د دوو کټګوريو ځوانانو او لويانو په مختلفو وزنونو کې ترسره شوې او موخه يې د لومړي زون په کچه د منتخبې لوبډلې لپاره د غوره ورزشکارانو موندنه وه.

په پايله کې د کابل چهاردهي شورا کلب لومړی، اختري ځوانانو کلب دويم او اختري شاهين کلب درېيم مقام ترلاسه کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۷:۲۹
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې يوه مياشت مخکې پيل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۵۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د غېږ نيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلیو ۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د اڅکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۴۹
Background image

هلمند کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ چې ۱۶ ورځې يې مخکې پيل شوې وې د. . .

BACK TO NEWS