د کابل ولايت د ساحلي فوټبال الف ليګ د ۸ لوبډلو په ګډون پيل شو

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۳۱
د کابل ولايت د ساحلي فوټبال الف ليګ د ۸ لوبډلو په ګډون پيل شو

د کابل ولايت، بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ او د فوټبال ملي فدراسيون په همکارۍ د ساحلي فوټبال کمېټې له لوري له کابل ولايت څخه د ۸ لوبډلو ترمنځ د کابل ساحلي فوټبال «الف» ليګ، د فوټبال ملي فدراسیون د ساحلي فوټبال په لوبغالي کې پيل شو.

په دې سياليو کې به له کابل ولايت څخه ۸ لوبډلې ( زيوري، پامير، توحيد، شمس افتخار، رامين اکاډمي، شاه کلپ، اتحاد لوګر او اتحاد چهاردهي ) د يو بل پر وړاندې د ليګ په بڼه سيالۍ ترسره کړي، چې په پايله کې به يې اتله لوبډله د افغانستان ساحلي فوټبال غوره لیګ راتلونکي پړاو ته لار ومومي.

د دې سياليو پيليزه لوبه د زيوري اکاډمۍ او پامير لوبډلو ترمنځ وشوه، چې لوبه په خپل اصلي وخت کې ۵ ـ ۵ مساوي شوه، خو د لوبې په اضافي وخت کې زيوري اکاډمۍ لوبډلې يو بل ګول ترسره کړ او خپلې سيالې پامير لوبډلې ته يې د ۶ - ۵ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.

د ويلو ده، چې دغه سيالۍ له ۷ کلن ځنډ وروسته د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او د فوټبال ملي فدراسیون فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د ساحلي فوټبال کمېټې غړو او ورزشکارانو په شتون کې د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندلو او د ساحلي فوټبال راتلونکي پړاو سياليو ته د غوره لوبډلې موندلو په موخه پيل شوې، چې ۱۴ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۳۱
Background image

کابل؛ د سامبو کورش دوه افغان لوبڅاران به د اسیا المپيکي سياليو کې د لوبڅارۍ په موخه جاپان ته ولاړ شي

د سامبو کورش دوه ملي او نړيوال لوبڅاران، اسدالله تاجک او صديق الله نعمت به سبا ( چهارشنبه، د تلې لومړۍ) د ۲۰۲۶ اسيا المپيکي سياليو کې د سامبو کورش سياليو د لوبڅارۍ په موخه جاپان هېواد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۲۸
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۲۷
Background image

د ووشو دوه افغان ورزشکارانو د اسیا المپیکي سیالیو کې خپلو اندونیزیایي سیالانو ته ماته ورکړه

د جاپان اویچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي لوبو ووشو برخه کې محمد خالد هوتک په ۷۰ کیلو ګرامه او حمید اشرفي په ۶۵ کیلو ګرامه وزنونو کې خپلې دویمې سیالۍ له اندونیزیایي سیالانو وګټلې او. . .

BACK TO NEWS