د کابل شمال زون سنوکر کلبونو له مالکينو سره د سنوکر اصلاحي اصولو د عملي کولو په موخه ناسته وشوه

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۲۱:۱۲
د کابل شمال زون سنوکر کلبونو له مالکينو سره د سنوکر اصلاحي اصولو د عملي کولو په موخه ناسته وشوه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د سنوکر ملي فدراسيون د هېواد سنوکر کلبونو لپاره د ټاکل شویو اصلاحي اصولو د پلي کولو په موخه د کابل ښار د شمالي زون د خیرخانې، کوتل، هوټل پروان او سرای شمالي سیمو د سنوکر کلبونو له مالکينو سره ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د پلان او پالیسۍ ارشد سلاکار او د همدې فدراسيون فني او مسلکي مرستيال ګلاب الدين خپلواک، د ياد فدراسيون رئيس وحيدالله اصغري او د یادي سیمې د کلبونو مالکينو او د سنوکر لوبغاړو ګډون کړی و.

د ناستې په پيل کې د‌ المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست ارشد سلاکار ګلاب الدين خپلواک ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او اړوندو نويو اصلاحي اصولو پره اړه يې خبرې وکړې او زياته يې کړه، دغه اصول د سنوکر لوبو ته د مثبت چاپېریال رامنځته کول، د اسلامي ارزښتونو رعایت، د ځوانانو سالم مصروفيت او د ټولنيزو اصولو په پلي کولو کې خورا مهم دي او بايد پاملرنه ورته وشي.

دغه راز د کلبونو مسولينو وعده وکړه، چې دغو اصولو ته به ژمن پاتې کېږي او د يادو اصولو تر چتر لاندې به خپلو لوبو ته دوام ورکوي.

د ناستې په پای کي د کابل شمال زون لپاره د یادو کلبونو د همغږۍ لپاره د سنوکر فدراسیون لخوا د بیست من کلب مسول فرزاد هاشمي د استازي په توګه وټاکل شو.

د ويلو ده، چې دا اصلاحي اصول د ورزش ادارې د دعوت او ارشاد ریاست، د سنوکر ملي فدراسيون او د امر بالمعروف محترم وزارت ترمنځ د همغږۍ او ګډ کار يوه بېلګه ګڼل شوې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۲۲:۳۲
Background image

د افغانستان په کوربتوب د دوديزې غېږنيونې بین المللي جشنواره پای ته ورسېده

د افغانستان په کوربتوب د دوديزې غېږنيونې بین المللي جشنواره پای ته ورسېده

د افغانستان په کوربتوب د اوو هېوادونو( ايران، قرغيزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ترکيي) څخه د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د دودیزې غېږنيونې بین المللي جشنواره، چې د ورزش ادارې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۲۲:۲۸
Background image

د کورنیو چارو وزیر خلیف.ه س.راج‌الدین ح.ق.ان.ي د دودیزې غېږنیونې جشنوارې د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره وکتل

د کورنیو چارو وزیر، محترم الحاج خلیف.ه سراج‌الدین ح.ق.ان.ي، نن په کابل کې د دودیزې غېږنیونې د بین المللي جشنوارې له ګډون کوونکو هېوادونو د استازو او ورزشکارانو سره وکتل.

محترم خلیفه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۷:۴۹
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د پای مراسم ، قاري محمد یوسف احمدي:

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د پای مراسم ، قاري محمد یوسف احمدي:

BACK TO NEWS