د کابل بیات او غزني بالاحصار لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالي وشوه.
د پلازمینې کابل بیات او د غزني ولایت بالاحصار لوبډلو ترمنځ د دشت برچي اړوند شفاخانې تم ځای طلوع جمنازیون کې د والیبال دوستانه سیالي ترسره شوه.
یاده سیالي چې د بیات لوبډلې د روزونکي استاد عبدالصبور او د غزني بالاحصار لوبډلې روزونکي محمد هارون عثماني په همغږۍ ترسره شوه، د غزني بالاحصار لوبډلې وکولای شول چې ۳ د ۱ په وړاندي د سیالۍ اتلولي وګټي.
ددې سیالۍ موخه د لوبغاړو ورزشي وړتیاوې لوړول ښوودل شوي.
