د ویلچر بسکتیال ملي لوبډلې د اسیایي سیالیو په خپله دویمه لوبه کې هند هم مات کړ

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۳۱
د ویلچر بسکتیال ملي لوبډلې د اسیایي سیالیو په خپله دویمه لوبه کې هند هم مات کړ

د ویلچر بسکتبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ اسیا اتلولۍ سیالیو په خپله دویمه لوبه کې هند ته د ۹۳ – ۲۶ امتیازونو په ستر توپیر ماته ورکړه.

دغې لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶۳ – ۵۴ امتیازونو په توپیر ماته ورکړې وه.

افغان ملي لوبډله به خپله درېیمه لوبه کې راتلونکې پنجشنبه( د لړم پر ۲۱مه) د عراق پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د ویلو ده، چې یادې سیالۍ د ټایلنډ په کوربه‌ توب په پلازمېنه بنکوک ښار کې د ۱۴ هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر ۷مه پیل شوي او تر ۱۵مې نېټې به دوام وکړي، چې افغانستان په A ګروپ کې له نیوزیلنډ، هند او عراق سره سیالۍ کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۵۴
Background image

کابل کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د رزمي لوبو د کيک جيتسو سبک سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د پسرلني جام په نوم د پنځو ولایتونو کابل، کاپيسا، پروان، لوګر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۴۶
Background image

کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه

کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست، د چاپيريال ساتنې ملي ادارې او د اړيکو د دفتر ( T.L.O) مؤسسې له لوري د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د (ماراتن ځغاسته او د نيالګيو کېنولو کمپاين) تر. . .

BACK TO NEWS