د ووشو فدراسیون سرپرست رئیس معرفی شو
تمیم هیبت
پنجشنبه،مرغومی ۹مه ،١٤٠٠
بلبل شاه خالد د ووشو فدارسیون لپاره د نوي سرپرست رئیس په توګه وټاکل شو.
ښاغلی بلبل شاه خالد یو له تجربه کاره استادانو او د ووشو ملي فدارسیون له پخوانیو اتلانو څخه دی.
نوموړی تېره ورځ د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د محترم مقام د لارښوونې سره سم د ووشو فدراسیون د رئیس په توګه رسماً معرفي شو.
د یاد فدراسیون ورزشکاران هیله لري، چې د نوي رهبرۍ په ګمارلو سره به يې ورزشي فعالیتونه لا وغوړېږي.
