د وحيد الله شهادت ته د درناوي په موخه د ساحلي واليبال سيالۍ وشوې.

Afzal-af
پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۱ - ۱۱:۵۰
د وحيد الله شهادت ته د درناوي په موخه د ساحلي واليبال سيالۍ وشوې.

‎د وحيد الله شهادت ته د درناوي په موخه د ساحلي واليبال سيالۍ وشوې. دا لوبې نن سهار د بدني روزنې او ورزش رياست په ساحلي ميدان کې د کاردان پوهنتون او صوفي کلپ ترمنځ ترسره شوې. د بدني روزنې او ورزش رياست دوو مرستيالانو عبدالحميد کبير او قاسم علي حميدي د سياليو په پرانېسته کې ګډون درلود. په پېل کې د بدني روزنې او ورزش رياست فني او مسلکي مرستيال ښاغلي حميد الله کبير د ورزشي فدراسونو د مسؤليتونو په تړاو خبرې وکړې او وئي ويل د فدراسيونو د اهدافو په په ترلاسه کولو کې به له دوی سره هر ډول مرسته وکړي. په دې لوبو کې د کابل او ولايتونو څخه 14 لوبډلو برخه اخېستې چې درې ورځې دوام کوي چې لوبډلې په دوه ګروپونو ويشل شوي او هره ورځ سيالۍ کوي. د يادولو ده چې دا سيالۍ د شهيد وحيد الله په نوم ترسره شوې چې د افغانستان د واليبال د ملي لوبډلې غړی پاتی شوی.‎

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۷
Background image

لغمان کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د ياد ولايت په مرکز ميدانيو کلي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په پيليزه لوبه کې م.ريم ځوانانو لوبډلې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۳
Background image

پکتیا کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک سيالۍ وشوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د کیک بوکسېنگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار اړوند المهدي کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک دوستانه سيالۍ وشوې.

دا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۲
Background image

پکتیا کې د موی تای ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د موی تای فدراسیون فدراسیون د استازولي له لوري د سیدکرم ولسوالۍ په اتحاد کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ټاکنیزې سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ. . .

BACK TO NEWS