پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٢٨ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدنی روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٢٨ړلوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ١٩ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې ګل والو لوبډلې له خپل ١٧٤ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ٥٩ منډو په توپیر خپلې سیالې نایټیس لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
