د والیبال ملي لوبډله د آسیا په مرکزي زون سیالیو کې له درېیم مقام ګټلو سره هېواد ته راستنه شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۵ - ۱۲:۲
د والیبال ملي لوبډله د آسیا په مرکزي زون سیالیو کې له درېیم مقام ګټلو سره هېواد ته راستنه شوه

د افغانستان د والیبال ملي لوبډله د آسیا د مرکزي زون په سیالیو کې له درېیم مقام ګټلو وروسته هېواد ته راستنه شوه او د د سپورت ادارې له لوري یې تود هرکلی وشو.

د والیبال ملي لوبډلې ته د هېواد د المپیک ملي کمیټې او سپورت ریاست له لوري د ښه راغلاست ځانګړي مراسم نیول شوي وو، چې د المپیک ملي کمیټې او سپورت عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق، فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د المپیک ملي کمیټې اجرائیه رئیس داد محمد پاینده اختري، د فوټبال فدراسیون مسؤولینو، مېلمنو او ورزشکارانو پکې ګډون کړی و.

د المپیک ملي کمیټې او سپورت عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق ورزشکارانو او افغان ملت ته د والیبال ملي لوبډلې د درېیم مقام ګټلو مبارکي ورکړه او په ورزشي ډګر کې یې د ورزشکارانو په وروستیو پام وړ بریاوو خوښي وښوده.

ښاغلي وثیق وویل: "موږ د چین هېواد په کوربه توب د آسیا په المپیکي سیالیو کې هم خورا ښه وځلېدو، له کمو امکاناتو سره سره مو پنځه مډالونه وګټل، په نړیوالو سیالیو کې زموږ د دومره شمېر ورزشکارانو ګډون هم یوه بریا ده".

ښاغلي وثیق یو ځل بیا له ورزشکارانو سره ژمنه وکړه چې د دوی هر راز همکاري به کوي او د سترو ویاړونو د ګټلو زمینه به ورته برابروي.

ورپسې د والیبال ملي فدراسیون سکرتر جنرال احمد ناصر نوري د والیبال په برخه کې په تیرو یو کلنو لاس ته راوړنو لنډه رڼا واچوله او د آسیا مرکزي زون په سیالیو کې یې د ملي لوبډلې د ګډون په اړه راپور وړاندې کړ.

ښاغلي نوري وویل: تېر کال د والیبال ملي فدراسیون او ملي لوبډلې لپاره له لاس ته راوړنو او بریاوو ډک ؤ، د استعداد موندنې په موخه د والیبال دویم پړاو غوره لیګ او لوبغاړو ته د لړمړي ځل لپاره د دوو روزنیزو کمپونو جوړول له هغو مهمو فعالیتونو څخه وو چې پرمټ یې ملي لوبډلې په مالدیف، نیپال، بحرین، ایران او دادی اوس د مرکزي آسیا جام په سیالیو کې سترې لاس ته راوړنې درلودې.

د ښاغلي نوري په وینا، د اسلامــي امـارت له واک ته رسېدو سره داسې انګیرل کېده چې ورزشي ډګر به له ستونزو سره مخ او د پرمختګ مخه به یې ډب شي؛ خو نه یوازې دا چې ستونزې رامنځ ته نشوې، بلکې ستر پرمختګونه وشول او ورزشي ډګر په ملي او نړیواله کچه د پخوا په پرتله لویې لاس ته راوړنې درلودې.

د والیبال فدراسیون مالي او اداري مرستیال محمد عارف پیمان د خپلو راتلونکو پلانونو په برخه کې د استعداد موندنې د کمپ جوړولو او ورپسې د والیبال د درېیم پړاو لیګ د ترسره کولو خبر ورکړ.

د نوموړي په وینا، د استعداد موندنې تمریناتي کمپ لپاره نوم لیکنه روانه ده او د والیبال لوبغاړي کولی شي د فدراسیون د وب پاڼې له لارې نوم لیکنه وکړي.

د آسیا د مرکزي زون د اتلولۍ سیالۍ د اکتوبر له نهمې تر ۱۵ مې نیټې د سریلانکا د پلازمینې کولمبو ښار په کوربه توب د شپږو هېوادونو ترمنځ ترسره شوې.

د افغانستان ملي لوبډلې ازبکستان، بنګلدیش او عربستان هېوادونو ته په ماتې ورکولو سره وکولای شول د سیالیو درېیم مقام وګټي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۷
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ د پکتیا ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۶
Background image

میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تنګي ځواک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۵۵
Background image

سراج الدین خطیبي د مخکښانو پهلواني نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه اردن ته ولاړ

د پهلواني پخوانی او مخکښ افغان لوبغاړی او په ایران کې د افغان مهاجرینو لوبغاړو لپاره د پهلواني ملي فدراسیون استازی سراج الدین خطیبي د پهلواني مخکښانو (پیشکسوتانو) نړۍوالو سیالیو کې د. . .

BACK TO NEWS