د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې قرغېزستان ته ماتې ورکړه.
د فوټسال ملي لوبډلې د آسیا مرکز اتلولۍ جام سیالیو په لړ کې کوربه هېواد قرغېزستان ته ۳-۵ ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې د افغانستان لپاره درۍ ګولونه امید قنبري او یو یو ګول د سیدمجتبی حسینی، نورالله نظری لخوا ووهل شول.
یادونې وړ ده چې افغانستان خپله راتلونکې لوبه د سه شنبې په ورځ د تاجکستان په وړاندې ترسره کوي.
