د هیواد د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق او ورسره مله پلاوي د قطر هیواد د المپیک اکاډمي له اجرائیه رئیس خلیل ابراهیم جابر سره ولیدل

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲۶
د هیواد د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق او ورسره مله پلاوي د قطر هیواد د المپیک اکاډمي له اجرائیه رئیس خلیل ابراهیم جابر سره ولیدل

د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د دې ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدران، په قطر کې د هیواد سفیر ډاکټر محمد نعیم وردګ او ورسره مله پلاوي د قطر هیواد د المپیک اکاډمي له اجرائیه رئیس خلیل ابراهیم جابر سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د ښاغلي خلیل ابراهیم له خوا د افغانستان د ورزش رهبرۍ ته تود هرکلی وشو او خوښي یې وښوده، چې دوی یې کوربتوب کوي. همدارنګه د لیدنې په ترڅ کې ابراهیم جابر د یادې اکاډمۍ مختلفې برخې په ځانګړي ډول کتابتون او ارشیف د ورزش ادارې رهبري ته تشریح کړ.

د دې لیدنې په جریان کې دواړو اړخونو د ګډو همکاریو پر لارو چارو هم خبرې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۵۴
Background image

کابل کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د رزمي لوبو د کيک جيتسو سبک سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د پسرلني جام په نوم د پنځو ولایتونو کابل، کاپيسا، پروان، لوګر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۴۶
Background image

کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه

کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست، د چاپيريال ساتنې ملي ادارې او د اړيکو د دفتر ( T.L.O) مؤسسې له لوري د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د (ماراتن ځغاسته او د نيالګيو کېنولو کمپاين) تر. . .

BACK TO NEWS