د هيواد د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رئيس انجنير نظر محمد مطمئن او ورسره مله پلاوي په کندهار کې د شيخ زايد د يتمانو روزنتون له ورزشي نندارو ليدنه وکړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۸:۴۹
د هيواد د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رئيس انجنير نظر محمد مطمئن او ورسره مله پلاوي په کندهار کې د شيخ زايد د يتمانو روزنتون له ورزشي نندارو ليدنه وکړه

د هيواد د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رئيس انجنير نظر محمد مطمئن او ورسره مله پلاوي، چې پکې د المپيک ملي کمېټې اجرائيه رئيس داد محمد پاينده اختري، د بدني روزنې او سپورټ د عمومي رياست د دفتر رئيس محمد الله احساس شامل وو، په کندهار ولايت کې د شيځ زايد د يتمانو روزنتون له ورزشي نندارو او فعاليتونو ليدنه وکړه.

په دې پرګرام کې د فوټسال فدراسيون مسؤل حاجي نصير رحماني ، د شيخ زايد روزنتون مشر محمد برات حٌسن خېل، د باختر اجانس پخواني رئيس عبدالواحد ريان هم شتون درلود.

غونډې ته د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رئيس انجنير نظر محمد مطمئن وينا وکړه، نوموړي په خپلو خبرو کې وويل: شيخ زايد روزنتون له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ و؛ خو د استاذانو او مسولينو په اخلاص او هڅو دا اداره فعاله وساتل شوه او چارې يې الحمد لله ښې پر مخ روانې دي. ښاغلي مطمئن زياته کړه، چې د ورزش په برخه کې هم په دې اداره کې ډېر کار شوی او دا برخه هم فعاله ساتل شوې ده، نوموړي د يادې ادارې له مسولينو په ځانګړي ډول له عبدالرحمن منيب څخه مننه وکړه،چې د يادې ادارې د سپورټ برخې ته يې پاملرنه کړې او لاسته راوړنې پکې لري.

ښاغلي مطمئن د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست له اړخه ژمنه وکړه، چې د خپل توان مطابق به د ورزش په برخه کې همکاري وکړي او د ياد روزنتون د ورزش برخې لوبغاړو، چې د ادارې له خوا معرفي کيږي، او په ازموينه کې لومړۍ درجه زده کوونکو ته به د ورزشي رحلې زمينه مساعده کړي. همدارنګه نوموړي د ياد روزنتون له ورزشکارانو سره د توان مطابق د سپورټي وسايلو د مرستې ژمنه هم وکړه او زياته يې کړه، چې نوموړيو ورزشکارانو ته به په کابل کې د سياليو زمينه مساعده کړي.

ښاغلي مطمئن له يادې ادارې سره مرسته کوونکي او مسولين وستايل او ډاډ يې ورکړ، چې د هغوی خواري او مرستې به بې ځایه نه ځي؛ بلکې دا يې د دنيا او اخرت لپاره د نېکۍ ستره پانګه ده.

له وينا وروسته د ورزشي نندارو نوبت راغی، په يادو نندارو کې د کرکټ، فوټبال، پړي کشولو، نښه ويشتلو، غشي ويشتلو، ځغاستې، موټر کشولو او ځينو نورو لوبو نندارې ترسره شوې، چې لسګونو ورزشکارانو پکې برخه واخيستله.

په پای کې د المپيک ملي کمېټې او سپورت عمومي رياست د رهبري له خوا په ورزشکارانو د ورزشي توکو ځينې ډالۍ ووېشل شوې.

د يادونې ده، چې په شیخ زايد روزنتونو کې ۱۰۸۹ يتمان زده کړې کوي او د ټول پرسونل شمېر يې د زده کوونکو په شمول تر ۱۲۰۰ تنو پورې رسيږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۲۳
Background image

د غزني ښار کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښار کې د نيايش مطبعې جام په نوم د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۲۰
Background image

کاپیسا کې د فوټبال ب ليګ سيالۍ د خراسان کوه بند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز محمود راقي ښار کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ب ليګ سيالۍ د خراسان کوه بند. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۱۶
Background image

میدان وردګ؛ سید آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په سید آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د چینا ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS