د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ځوانو لوبغاړو د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې
دا سیالۍ چې د هلمند د بدني روزنې او ورزش آمریت په ملاتړ د فوټبال فدراسیون لخوا د ځوانانو لوبډلې ته د غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه نادعلي ولسوالۍ کې پیل شوې لس لوبډلې پکې ګډون لري.
دا لس لوبډلې « اریانا، هلمنديٍ ځوانان، عابد، مرکزي لېسه، خوشحال کلی، نوي ځوانان، نورزايي، زرغون کلی، سیداباد او مرکز ځوانان ) دي چې یو د بل پروړاندې به سیالي وکړي.
یادې سیالۍ په ګروپي شکل پیل شوې چې هر مازیګر به د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې یوه سیالۍ ترسره شي.
