د هرات مرکز کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۱:۱۹
د هرات مرکز کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سیالۍ ترسره شوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د موی تای ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د نویو ځوانانو، ځوانانو، او د مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د موی تای سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ، چې د تک فایټ په ډول ترسره شوې، په پایله کې ۴۰ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ او لومړي مقامونه ترلاسه کړل.

د یادو سیالیو موخه د هرات ولایت د موی تای منتخبو سیالیو ته د غوره لوبغاړو موندل و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۸:۴۳
Background image
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۲۲:۴۷
Background image

‏د نن ورځې لنډ ورزشي خبرونه!

‏د نن ورځې لنډ ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۲۲:۴۵
Background image

زابل؛ قلات ښار کې د درېيو کلبونو ترمنځ د سامبو کورش سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د درېيو کلبونو د ۲۶ پهلوانانو ترمنځ د سامبو کورش سيالۍ وشوې.

دغه. . .

BACK TO NEWS