د هرات مرکز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۲۰:۲۲
د هرات مرکز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې کرخ ولسوالۍ لوبډلې خپلې سیالې ادرسکن ولسوالۍ لوبډلې ته د ۳/۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د غوره لوبغاړو موندل او د رمضان مبارکه میاشت نمانځل دي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۰:۱۷
Background image

د سنوکر افغان ورزشکار په نړۍ‌والو سیالیو کې د بزنزو مډال خپل کړ

د سنوکر افغان ورزشکار رئیس خان سن‌زي د سنوکر نړۍ‌وال جام سیالیو د انفرادي لوبو په نیمه پایلوبه کې د پاکستاني سیال پر وړاندې ۴ - ۱ میدانونو په توپیر ماته ومنله او د برونزو مډال ګټونکی شو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۰:۱۱
Background image

پکتیکا؛ خیرکوټ ولسوالۍ کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خیر کوت ولسوالۍ کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ د یوسف خېلو اتفاق لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۰:۱۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې د استاد. . .

BACK TO NEWS