د هرات مرکز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې
د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې کرخ ولسوالۍ لوبډلې خپلې سیالې ادرسکن ولسوالۍ لوبډلې ته د ۳/۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د غوره لوبغاړو موندل او د رمضان مبارکه میاشت نمانځل دي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
