د هاکي ملي لوبډلې روزنیز او تمریناتي کمپ پیل شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۴ - ۹:۰
د هاکي ملي لوبډلې روزنیز او تمریناتي کمپ پیل شو

د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د افغان هاکي ملي لوبډلې د ۲۴ تنو لوبغاړو لپاره اووه ورځنی تمریناتي او روزنیر کمپ پیل شو.

یاد تمریناتي کمپ د ۲۰۲۴ کال هاکي فایف لوبو کوالیفای سیاليو لپاره، چې د اګست له ۲۵مې څخه به د سپټمبر تر ۳مې پورې په عمان هیواد کې ترسره شي، پیل شو.

د دغه تمریناتي کمپ په پای کې به د هاکی فدراسیون د فني کمیټې له خوا د یوه روزونکي په ګډون ۱۰ کسیزه ملي لوبډله وټاکل شي، چې یاده لوبډله به د ۲۰۲۴ کال د هاکي فایف لوبو کوالیفای سیاليو کې د افغانستان په استازیتوب ګډون وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۷:۵۳
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۷:۵۲
Background image

کابل کې ۲۰ لوبڅارانو او روزونکو ته د موی تای په برخه کې د ظرفیت لوړولو ښوونيز سيمينار پای ته ورسېده

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د موی تای ملي فدراسیون له لوري د المپيک ملي کمېټې د غونډو پت تالار کې له مرکز او ولايتونو څخه ۲۰ لوبڅارانو او روزونکو ته د موی تای په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۳۴
Background image

هلمند کې د ۱۴لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې زلمي ځوانانو لوبډلې د یو پر. . .

BACK TO NEWS