د ننګرهار ولايت په مومندرې ولسوالۍ د ريو کيوکيشن نمايشونه او سيالۍ ترسره شوې 

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۲ - ۱۰:۱۴
د ننګرهار ولايت په مومندرې ولسوالۍ د ريو کيوکيشن نمايشونه او سيالۍ ترسره شوې 

دغه سيالۍ او نمايشونه د ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ د درېيو هزارناو، ګردي او باسوال کليو د کلبونو ترمنځ ترسره شوې. 
دغه سيالۍ او نمايشونه د ځوانانو يووالي او ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې. 
د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د ننګرهار د بدني روزنې او ورزش رئیس عبدالسلام وزيروال په خپل پيغام کې په دې ولايت کې د ورزش په برخه کې د شته ستونزو په ژر هواري ټينګار کړى و
د دغو سیالیو او نمایشونو په پاى کې یو شمیر پیاوړي ورزشکاران په مډالونو او کپونو وستایل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۴۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ييزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزېې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د ترنک سیمې پهلوانانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۳۶
Background image

لغمان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږي د لغمان پوهنتون له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار مرکزي جمنازیوم کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبا سیالۍ د اقتصاد پوهنځي په اتلولي پای. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۳۳
Background image

نورستان؛ مرکز پارون کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د غشي ویشتلو سيالۍ وشوې

د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د غشي ویشتلو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د غشي ویشتلو سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې. . .

BACK TO NEWS