د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت د ۱۴۰۲ لمریز کال کاري راپور

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۴:۵۹
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت د ۱۴۰۲ لمریز کال کاري راپور

لغمان د هېواد په ختیځ کې پروت ولایت دی چې خلک یې له لوبو او تفریح سره ځانګړې مینه لري او تل یې په کورنیو ورزشونو کې فعاله ونډه اخیستې چې د پام وړ لاسته راوړنې یې لرلي دي.

د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت د بېلابېلو فدراسیونونو لوبغاړو په تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې هم په مختلفو ورزشي رشتو کې ګن شمېر سیالۍ ترسره کړي دي او په دغو سیالیو کې یې مهمې لاسته راوړنې لرلي دي.

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د بېلابېلو فدراسیونونو استازولیو په تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې ۹۰ ورزشي سیالۍ ترسره کړي دي، چې له دې ډلې یې (۵۰) سیالۍ په مرکز او پاتې (۴۰) نورې سیالۍ یې په ولسوالیو کې ترسره شوې دي.

په دغه کال کې د شطرنج، ټېپ بال، ITF تکواندو، سامبو او فول رزم فدراسیونونو استازولیو نوی په فعالیت پیل کړی دی، چې په دې سره په اوس وخت کې په یاد ولایت کې ټولې د ۲۰ فدراسیونونو استازولي فعالې دی او په بېلابېلو برخو کې ۴۱ کلبونه رسماً فعالیت لري.

د یانې وړ ده، چې د یاد ولایت د ورزشي آمریت له لوري د عنعنوي لوبو او کونګفو فدراسیون غړو ته د ظرفیت لوړونې په برخه کې دوه سمینارونه هم وړاندې شوي دي.

د لغمان ولایت ورزشي آمریت د بیارغونې په برخه کې شپږ د والیبال او دوه د فوټبال میدانونه جوړ او فعال کړي دي.

همداراز په تېر یو کال کې د یاد ولایت د مختلفو برخو ورزش‌کارانو د هېواد به بېلابېلو ولایتونو کې په ۱۶ ولایتي سیالیو کې ګډون کړی دی چې لومړی، دویم او درېیم مقامونه یې ګټلي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د یاد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سيالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پايله کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١١ جوړو لوبې مساوي او ٢٦. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې مشخېل. . .

BACK TO NEWS