د فوټبال ملي لوبډلې نوی کویټي روزونکی عبدالله المطیري افغانستان ته راورسېد

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۷ - ۸:۴۹
د فوټبال ملي لوبډلې نوی کویټي روزونکی عبدالله المطیري افغانستان ته راورسېد

عبدالله المطیري د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې نوی روزونکی نن افغانستان ته راورسېد. ښاغلي عبدالله المطیري ته د فوټبال فدراسیون معاون حافظ احمدجان او ورسره ملو ورزشکارانو ښه راغلاست او هرکلی وکړ.

تمعه ده، چې څو ورځې وروسته به له ښاغلي المطیري سره د رسمي قرارداد د لاسلیک کولو مراسم ترسره شي.

ښاغلی المطیري د کويټ هیواد اوسېدونکی دی، د فوټبال په برخه کې یې د روزونکي په توګه دنده له ۲۰۱۷ م کال څخه پیل کړې. په یاده برخه کې یې د ځینو مهمو لوبډلو روزنه ترسره کړې، چې په ۲۰۱۹ م کال کې یې د قطر له ۲۳ کلنو کم عمره الشحانیه لوبډله، په ۲۰۲۰ م کال کې یې د قرغیزستان د ۱۷ کلنو لوبډله او له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۲ م کال پورې یې د نیپال د ملي لوبډلې د مربي په حیث دنده ترسره کړې ده.

عبدالله المطیري په داسې حال کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې روزونکی ټاکل کیږي، چې په نږدې راتلونکې کې د ملي لوبډلې د ورزشکارانو لپاره په پلازمېنه کابل کې تمریناتي کمپ په پام کې نیول شوی، چې له هیواد څخه بهر ورزشکاران به هم پکې ګډون وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ارګ رستورانت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکوکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کیک بوکسینګ ټاکنیزي سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو،ځوانانو اولویانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۱
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د روحاني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS