د فوټبال ملي لوبډلې مالدیف ته ماته ورکړه
د فوټبال ملي لوبډلې د مالدیف ۲۰۲۶ څلور اړخیزه فوټبال سیالیو کې د مالدیف هیواد لوبډلې ته د ۱ – صفر ګول په توپیر ماته ورکړه.
افغان ملي لوبډله به د روانې میلادي میاشتې پر څلورمه د بنګلادېش پر وړاندې خپله دویمه سیالي وکړي.
دغه سیالۍ د مالدیف هېواد په کوربهتوب د افغانستان، مالدیف، بنګلادېش او پاکستان په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر لومړۍ پیل شوي او د همدې میاشتې تر ۱۰مې نېټې به دوام وکړي.
