د غزني په ده يک ولسوالۍ کې د اختر اوونۍ په مناسبت د نېزې وهلو سيالۍ پيل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۱۴:۱۸
د غزني په ده يک ولسوالۍ کې د اختر اوونۍ په مناسبت د نېزې وهلو سيالۍ پيل شوې

د غزني ولايت په ده يک ولسوالۍ کې د کوچني اختر په مناسبت د ٣٠ تنو لوبغاړو ترمنځ د نېزې وهلو یوه ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.

په دې سياليو کې د ده يک، مقر، قره باغ، جاغوري، ګيرو او اندړو ولسواليو ورزشکاران برخه لري، چې د ده یک ولسوالۍ اړوند په روزي خان کلي کې به د یوې ورځې لپاره ترسره شي.

د دې سیالیو د پرانیستلو په مراسمو کې د غزني ولایت د ورزش امر حاجي بلال مجاهد او د اس ځغلونې فدراسیون مشر حضور درلود او ورزشکاران یې له نږدې تشویق کړل.

د سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د نیکمرغه کوچني اختر د اوونۍ لمانځنه وه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۷:۲۹
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې يوه مياشت مخکې پيل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۵۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د غېږ نيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلیو ۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د اڅکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۴۹
Background image

هلمند کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ چې ۱۶ ورځې يې مخکې پيل شوې وې د. . .

BACK TO NEWS